skip to Main Content

خدمتونه

په افغانستان کې AREU د نوې او بدلیدونکي انرژۍ په برخه کې د انقلاب پر لورې لومړنی نهاد دی. زمونږ هڅه دا ده چې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ او د هیواد په کچه د نویو بازارونو د ودې لپاره یو مثبت جوړښت تأمین کړو. هغه کړنې چې د AREU له لورې ترسره کیږي په هغو کې د دوامداره انرژۍ لرلو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت او د برېښنا شرکت ته د مشورو وړاندې کولو مرسته، ملي کړنې، د رسنیو اړیکې، کمپایونونه، تخنیکي مرستې، د معیاري کولو کړنې او همدا ډول په بیلابیلو ملي پروژو کې برخه اخیستنه، شاملې دي. AREU د پانګونې د خوندیتوب او د مناسب بازار د رامنځته کولو لپاره هڅوونکو برنامو او همدا ډول د نوې کیدو وړ انرژۍ د بازار د پراختیا لپاره د ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو ترمنځ د همغږۍ په موخه په سیسټماټیک ډول لابي کوي.

د تخنیکي ځانګړتیاوو پراختیا

د ټکنالوژيکي ځانګړتیاوو د پراختیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت او اړوندو برخهوالو سره د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د پروژو د جوړولو په برخه کې او د پرمختللیو نوې او بدلیدونکي انرژۍ د ټکنالوژیو د تدارکاتو او لیږد سیسټم د ټاکلو په برخه کې مرسته کول.

د پالیسي جوړونې مشورې

د افغانستان نوې او بدلیدونکي انرژۍ ټولنه د اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان د برېښنا شرکت او اړوندو برخه والو ته چې د پالیسی او پلانونو په جوړولو او د نوې او بدلیدونکي انرژۍ صنعت د پرمختیا او ودې په برخه کې ورسره مرسته کوي او د پالیسی او قانون جوړولو په برخه کې مشورې ورکوي ترڅو د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د ودې لپاره د پالیسۍ د یوه غوره مدافع مجتمعې په توګه کار وکړي.

شبکه جوړونه

له غړو سره د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د ټکنالوژۍ وړاندې کوونکو، پراختیا ورکوونکو، تأمینوونکو او ټولنو د اړیکې یو بستر چمتو کول.

بهرنۍ تخنیکي مرسته

د ټکنالوژۍ وړاندې کوونکو او کاروونکو ترمنځ د تخنیکي مرستې په لاره اچول او د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د صنعت د ودې او پراختیا لپاره د ټکنالوژۍ د تبادلوي برنامو اسانتیاوو وړاندې کول.

مشاوره

د امکاناتو پراختیا
د تخنیکي ځانګړتیاوو پراختیا
د پلانونو او پالیسیو تدوین
د ټکنالوژۍ ازمویل او ارزونه
د ټکنالوژۍ د لارې د نقشې تدوین
د معیارونو او سټنډرډونو تدوین