skip to Main Content

د افغانستان د نوې کېدو وړ انرژۍ ټولنه (AREU)

د افغانستان د نوې او بدلیدونکي انرژۍ ټولنه (AERU) په ۲۰۱۳ کال کې د یوې غیر انتفاعي سوداګریزې ټولنې په توګه پرانستل شوه ترڅو د خصوصی سکټور د کمپنیو له فعال سکټور څخه استازیتوب وکړي. د ټولنې اصلي موخه په افغانستان کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ څخه ګټه اخیستنه ده. د AREU دنده د لابي کوونکي ټولنې په توګه عمل کول دي ترڅو د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د افغانستان د ملي انرژۍ صنعت د یو دایمي ستون په توګه رامنځته کړي. ټولنه هڅه کوي چې دا چارې د ملي او نړیوالو پانګوالو او د ټولنې د غړو په هڅولو، ملاتړ او مرستې او په هیواد کې په دې برخه کې د پانګوونې د پراخه او موجوده فرصوتونو څخه په ګته اخیستنې، ترسره کړي. دا ټولنه برخهوالو ته لارښوونه کوي چې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سکتور کې د هیواد له سوداګریزو پالیسیو او کړنلارو څخه کار واخلي. ټولنه د هیواد د انرژۍ د سکټور له ۱۰۰ څخه د زیاتو کمپنیو استازیتوب کوي. دغه کمپنۍ د پروژې په پراختیا، د نویو نوښتونو په پنځولو، د پروژې مدیریت، انرژۍ پورې اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو، د انرژۍ د وسایلو تولید لکه لمریزه بریښنا (سولر)، اوبیزه انرژۍ (هایدرو پاور)، د ژوندیو کتلوي انرژۍ (بایومس) او د ځمکنۍ تودوخې انرژۍ (جیوترمل) برخو کې فعالیت کوي.

خدمتونه

د پالیسي جوړونې مشوره
د تخنیکي ځانګړتیاوو پراختیا
بهرنۍ تخنیکي مرسته
شبکه جوړونه
مشاوره

وروستي پوسټونه

خپرونې

شریکان

پلي کوونکی

giz@10x