skip to Main Content

د نوې او بدلیدونکي انرژۍ

بادي انرژۍ
باد یو له چټکو وده میندونکو نوې او بدلیدونکي انرژۍ له ډلې څخه دی. له دې انرژۍ څخه ګټه اخیستنه په نړیواله کچه په زیاتیدو دی، ځکه چې ددې انرژۍ کارولو لګښت کموالی موندلی. باد د خوځنده (حرکي) انرژۍ په کارولو چې د هوا له حرکت څخه رامنځته کیږي، د برېښنا د تولید لپاره کارول کیږي. دا انرژۍ د بادي توربینونو یا د بادي انرژۍ د بدلوونکو سیسټمونو په کارولو، په برېښنايي انرژۍ بدلیږي. باد په لومړي کې د توربین پر پرو لږېــږي او د هغو تاوېدو لامل کیږي او هغه توربین چې له دوۍ سره تړلی دی، تاووي، او د شافټ په خوځښت سره چې له یوه جنراتور سره وصل وي خوځنده انرژۍ په دوراني انرژۍ بدلوي، او پدې توګه د الکترومقناطیسي پروسې پواسطه برېښنايي انرژۍ تولیدوي. د هغه انرژۍ اندازه چې له باد څخه ترلاسه کیږي د توربین په اندازه او د هغه پرو پورې اړه لري. د انرژۍ تولید د روټر ابعادو او د باد د حجم پر توندوالي پورې اړه لري. په تیوریکي ډول کله چې د باد توندوالی دوه برابره شي، د بادي انرژۍ پوتنشیل د ۸ ضریب په لرلو سره لوړېـــږي.
د بادي توربینونو ظرفیت د وخت په تیرېدو سره لوړ شوی دی. په ۱۹۸۵ کال کې عادي توربینونو ۰.۰۵ میګاواټه ظرفیت او د ۱۵ متره قطر لرونکي روټرې يې لرلې. د نن ورځني بادي برېښنا پروژې توربینونه په ساحلي سیمو کې شااوخوا ۲ میګاواټه او په سمندري سیمه کې ۳-۵ میګاواټه برېښنا ظرفیت لرونکي دي. په بازار کې شته بادي توربینونه د ۸ میګاواټه برېښنا ظرفیت پورې رسیدلی دی چې د روټر قطرونه يې تر ۱۶۴ متره دي. د بادي توربین منځنی ظرفیت له ۱.۶ میګاواټه په ۲۰۰۹ کال کې تر ۲ میګاواټه پورې په ۲۰۱۴ کې لوړ شو.
د بادي سرچینو د ظرفیت له نقشې سره سم چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا خپره شوه، افغانستان د یادې انرژۍ د تولید ۱۴۷۵۶۳ میګاواټه پوتنشیل لري او ددې بادي انرژۍ ښکاره ظرفیت ۳۶۶۷۲۶ میګاواټه دی. بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، بدخشان، بلخ، تخار او پروان د هغه ولایتونو له ډلې څخه دي چې د بادي انرژۍ د تولید د لوړې کچې ظرفیت لري.

لمریزه انرژۍ
لمریزه انرژۍ هغه انرژۍ ده چې په مستقیمه توګه له لمر څخه اخیستل کیږي حتی په ورېځ لرونکي موسم کې. لمریزه برېښنا په نړیواله کچه کارېـــږي او په زیاته کچه د برېښنا په تولید، تودولو او د اوبو تصفیه کولو په برخه کې په زیاتیدونکې توګه مشهور او پیژندل شوی دی. لمریزه برېښنا په دوو عمومي طریقو سره تولیدېږي:
فوټو ولټایکس (Photovoltaics – PV)، چې لمریزې هجرې هم بلل کیږي، برېښنايي وسایل دي چې د لمر وړانګې په مستقیمه توګه په برېښنا بدلوي. عصري لمریزه حجره د یوه انځور په څیر ده چې ډېری خلک به يې پیژني او په لمریزو تختو کې چې د کورونو پر سر یا ماشین حساب کې نصب شوي دي، شتون لري. دا وسیله په ۱۹۵۴ کال د بیل د ټیلیفون په لابراتوار کې چې په متحده ایالتونو کې شتون لري، اختراع شوه. نن ورځ فوټو ولټایکس یو له په چټکه توګه وده موندونکو نوې او بدلیدونکي انرژۍ له ډلې څخه دی او دې ته چمتو دی چې په راتلونکي کې په نړیواله کچه د برېښنا د تولید په ترکیب کې ستر رول لوبوي. لمریز فوټو ولټایکس کیدلای شي چې په ترکیبي ډول نصب کړای شي ترڅو په یوه سوداګریزه کچه برېښنا تولید کړي یا کیدای شي چې د وړو شبکو یا شخصي کارونې لپاره د کوچنیو تنظیماتو په بڼه تنظیم کړای شي. په کوچنیو شبکو کې له لمریز فوټو ولټایکس څخه ګټه اخیستنه برېښنا ته د هغو خلکو لپاره د لاسرسي ده یوه غوره لاره ده چې د برېښنايي انرژۍ له مزو لرې پراته دي، په ځانګړې توګه په مخ پر وړاندې هیوادونو کې چې د ښو لمریزو سرچینو درلودونکي دي. په تیره لسیزه کې د لمریزو تختو (شمسۍ) د تولیدولو په لګښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی چې نه یوازې ددې څخه ګټه اخیستنه يې ارزانه کړې بلکه د برېښنا د تولید ترټولو ارزنترینه بڼه ګڼل کیږي. لمریزې تختې شاوخوا له ۳۰ کلونو راهیسې تولیدېږي او د بیلابیلو ډولونو فلمونو په لرلو سره بازار ته وړاندې کیږي چې د تختو په تولید کې د کارېدونکو موادو پورې اړه لري.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له راپور سره سم، دا هیواد د 65982912 میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او د اجراء وړ سیمو کې يې تولید تر 222852 میګاواټه پورې رسیږي. هلمند، کندهار، هرات، فراه او نیمروز له هغو ولایتونو څخه دي چې په افغانستان کې په لوړه کچه د لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.

اوبیـــزه انرژۍ
اوبیـــزه انرژۍ له روانو اوبو څخه ترلاسه کیږي. څه باندې ۲۰۰۰ کاله مخکې، پخوانیو یونانیانو له اوبیـــزې انرژۍ څخه د ژرندې د څرخونو د تاوولو لپاره، کار اخیست. نن ورځ دا د برېښنا د تولید یوه له ډېرو ارزانو لارو څخه ده او په هغو ځایونو کې چې شتون ولري، ډېری وخت یوه له غوره کړنلارو څخه دی. د بیلګې په توګه په ناروې کې ۹۹٪ سلنه برېښنا له اوبیـــزې انرژۍ څخه ترلاسه کیږي. د نړۍ تر ټولو لوی د اوبیـــزي انرژۍ بند چې درې سمڅې لرونکی بند دی، په چین هیواد کې شتون لري او ۲۲.۵ ګیګاواټه انرژۍ د تولید ظرفیت لري. دا بند په کال کې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ تیره واټه\پر ساعت برېښنا تولیدوي، چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ میلیونه کورنیو لپاره بسنه کوي. د اوبیزې انرژۍ د وړو کچو پروژې کولای شي چې د لرې پرتو سیمو په ټولنو کې لوی توپیر رامنځته کړي.
د اوبیـــزې انرژۍ اساسي اصول د اوبو په کارولو د توربینونو تاوول دي. د اوبیـــزې انرژۍ بندونه له دوو اساسي تنظیماتو څخه جوړ دي: بندونه او د اوبو زېرمې، یا پرته له دې. د اوبیـــزې انرژۍ بندونه د یوې لویې زېرمې څخه جوړ دي چې کولای شي د لنډ او اوږد مهال لپاره اوبه زېرمه کړي ترڅو د برېښنا لوړې مطالبې پوره کړي. دا تاسیسات هم د بیلابیلو موخو لپاره په کوچنیو بندونو وېشل کیدای شي، لکه د شپې او ورځې کارونه، اقلیمي زېرمه کول یا د دواړو پمپ کولو او برېښنا د تولید لپاره د بیرته راستنیدونکي پمپ په واسطه زېرمه کوونکي بندونه. اوبیـــزه انرژۍ له بندونو او زېرمو پرته په کمه کچه د برېښنا د تولید په مانا دی چې په عمومي توګه د تاسیساتو له طرحې نیولې تر دې چې په یوه سیند کې پرته له دې چې د هغه د جریان مخه ونیسي، له کار کولو څخه عبارت دی. له دې کبله ډېری خلک د کوچنۍ کچې اوبیـــزې انرژۍ وسایلو ته د یوه چاپیریال دوستانه ټاکنې په توګه ګوري.
د افغانستان د غرني جغرافیوي حالت او موسم په نظر کې نیولو سره، دا هیواد د ډېرو غوره اوبیـــزو سرچینو او د اوبو د بیلابیلو بسترونو درلودونکی دی. هغه راپور چې په ۲۰۱۴ کال کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې چاپ شوی دا ښيي چې هیواد د اوبیـــزې انرژۍ د تولید ټولټال ۲۳۳۱۰ میګاواټه ظرفیت لري. د راپور لهمخې پنج او آمو سیند له ۱۸۰۰۰ میګاواټه څخه ډېر ددې انرژۍ ظرفیت لري حال دا چې بدخشان له ۲۰۰۰۰ میګاواټه څخه ډېر ددې انرژۍ د تولید ظرفیت لري.

بایو انرژۍ
بایو انرژی له ځړوبی څخه د دوو اصلي کټګوریو “دودیز” او “عصري” توګه ګټه اخلي. دودیزه ګټه اخیستنه عبارت دی له د ژوندیو کتلو سوځولو څخه چې په هغه کې لرګي، د څارویو فضولات او لرګیو سکاره شامل دي. په عصري بایو انرژۍ ټکنالوژۍ کې د ژوندیو اوبلن سونګ مواد چې د ګني له تفالې یا نورو بوټو، د ژوندیو موادو تصفیه، تولید شوی بایوګاز چې په یوه پرته له هوا چاپیریال کې د عضوي موادو له پاتې شونو تولید شوی وي، د لرګیو د بستو (Wood Pellet) د تودوخې سیسټم او نورو ټکنالوژیو څخه ترلاسه کېږي، شامل دي. د نړۍ درې پر څلورمه برخه د نوې او بدلیدونکي انرژۍ بایو انرژۍ تشکیلوي چې په هغه کې بیا تر نیمايي زیات يې په دودیزه توګه د ژوندیو کتلو (بایومس) څخه ګټه اخیستنه شامله ده. بایو انرژۍ د ټولټال وروستي لګښت شااوخوا ۱۰٪ سلنه او د نړیوالې انرژۍ د تولید ۱.۴٪ سلنه برخه په ۲۰۱۵ کال کې پوره کوله.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د ۲۰۱۴ کال د شته مالوماتو او رسمي راپورونو لهمخې، افغانستان هر کال له ژوندیو کتلوي سرچینو څخه د 35269739 تولید ظرفیت لري. دا انرژۍ د ښاروالۍ له جامدو کثافاتو څخه لاسته راتلای شي چې عموماً په ښاري سیمو کې شتون لري، همدا ډول دا انرژۍ د کرهڼیزو محصولاتو له پاتې شونو او د څارویو له سرې چې ډېری د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د لاسرسي وړ دي، ترلاسه کېدای شي.

ګټې
د نوي کیدونکي انرژۍ چاپیریالي ګټې ، په شمول د ټیټ کاربن اخراج او د هوا ککړتیا کمول ، د لسیزو لپاره په پراخه کچه پیژندل شوي. نوی کیدونکی انرژي د اقلیم په بدلون ، روغتیا او کار ګمارنې ژور تاثیر لري. په هرصورت ، د نوي کیدونکي انرژۍ ټیکنالوژۍ پراخه کارولو سره ، د دې بې شمیره ټولنیزې – اقتصادي ګټې یوازې په وروستیو لسیزو کې څرګندې شوې.
باد ، لمریزې او د اوبو بریښنا فابریکې د هوا ککړتیا لږ یا نه لامل کوي. د نوي کیدونکي انرژی ټیکنالوژي ، لکه بایوماس او جیوترمل ، هوا تر یوې کچې هوا ککړه کوي ، مګر د ډیری دودیز سونګ توکو په پرتله خورا ټیټ نرخ کې. د هوا ککړتیا په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې یوه لویه مسله ګرځیدلې ، چیرې چې شاوخوا 2.9 ملیار خلک لاهم د خپلو کورونو پخلی او تودوخې لپاره لرګي ، سکاره او سکاره کاروي. پاکټ اختیارونه ، د بایوماس او لمریز ټیکنالوژیو په ګډون ، رول لوبولی شي.
له یو ملیارد څخه ډیر خلک بریښنا ته لاسرسی نلري ، پداسې حال کې چې بل ملیاران غیر معتبر سرچینې لري. د اعتبار ښه والی ، د ټیکنالوژۍ لګښتونو کې چټک کمښت ، او ملاتړ کونکي سیاستونه خپلواک ، کوچني بریښنا بریښنایی حلونه د 80 people خلکو لپاره ژوندي وساتي پرته لدې چې کلیوالي سیمو ته کوچني یا پرمختللي ټاپو هیوادونو ته لاسرسی ولري درلودل. د بریښنا مزي څخه بهر حلونو لپاره ترټولو مهم دلیل د حلونو غیرمرکزي کول دي ، او دا چې د پروژې پراختیایی فعالیتونه په ځایی کچه ترسره کیږي ، نو دندې رامینځته کول هم ځایی شوي دي. د نړیوال بانک په وینا ، د افغانستان یوازې٪ 36 سلنه انرژي ته لاسرسی لري ، چې د ګاونډیو هیوادونو تر منځ خورا ټیټ دی.

د انرژۍ لیږد
د انرژۍ لیږد ددې پېړۍ تر پایه له فوسیل لرونکو موادو څخه تر صفري کچې د کاربن رسولو پورې د نړیوالې انرژۍ سکتور د بدلون پر لور یوه لاره ده. په اصل کې اړتیا ده چې انرژۍ پورې اړوند د کاربن ډای اوکسایډ خپرېدل راکم کړي ترڅو اقلیمي بدلون محدود شي. د انرژۍ له سکتور څخه د کاربن لرې کول په نړیواله کچه بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري او کله چې د نړیوالې انرژۍ لېږد تر کار لاندې وي، لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده چې د کاربن خپرېدل کم کړي او د اقلیمي بدلون اغېزه را ټیټه کړي. د نوې او بدلیدونکي انرژۍ او د انرژۍ د مؤثریت اقدامات کولای شي چې په لوړه کچه ۹۰٪ سلنه د اړتیا وړ کاربن مقدار راکم کړي. د انرژۍ لېږد به د مالوماتي ټکنالوژۍ، هوشمند ټکنالوژۍ، د پالیسي جوړښتونه او د بازار د وسایلو پواسطه فعاله شي. افغانستان د کورني کارونې او همدا ډول ګاونډیو هیوادونو ته د لېږد لپاره په لوړه کچه د د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د تولید غوره ظرفیت لري. د افغانستان د نوې او بدلیدونکي انرژۍ له سرچینو په بشپړه توګه ګټه اخیستنه به له سیمې او نړۍ سره د کاربن ډای اکسایډ مقدار په کمولو کې تر یوې لوړې کچې مرسته وکړي.