skip to Main Content

د افغانستان د نوې او بدلیدونکي انرژۍ ټولنه (AREU)

د افغانستان د نوې او بدلیدونکي انرژۍ ټولنه (AERU) په ۲۰۱۳ کال کې د یوې غیر انتفاعي سوداګریزې ټولنې په توګه پرانستل شوه ترڅو د خصوصی سکټور د کمپنیو له فعال سکټور څخه استازیتوب وکړي. د ټولنې اصلي موخه په افغانستان کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ څخه ګټه اخیستنه ده. د AREU دنده د لابي کوونکي ټولنې په توګه عمل کول دي ترڅو د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د افغانستان د ملي انرژۍ صنعت د یو دایمي ستون په توګه رامنځته کړي. ټولنه هڅه کوي چې دا چارې د ملي او نړیوالو پانګوالو او د ټولنې د غړو په هڅولو، ملاتړ او مرستې او په هیواد کې په دې برخه کې د پانګوونې د پراخه او موجوده فرصوتونو څخه په ګته اخیستنې، ترسره کړي. دا ټولنه برخهوالو ته لارښوونه کوي چې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سکتور کې د هیواد له سوداګریزو پالیسیو او کړنلارو څخه کار واخلي. ټولنه د هیواد د انرژۍ د سکټور له ۱۰۰ څخه د زیاتو کمپنیو استازیتوب کوي. دغه کمپنۍ د پروژې په پراختیا، د نویو نوښتونو په پنځولو، د پروژې مدیریت، انرژۍ پورې اړوندو خدمتونو په وړاندې کولو، د انرژۍ د وسایلو تولید لکه لمریزه بریښنا (سولر)، اوبیزه انرژۍ (هایدرو پاور)، د ژوندیو کتلوي انرژۍ (بایومس) او د ځمکنۍ تودوخې انرژۍ (جیوترمل) برخو کې فعالیت کوي.

موږ څوک یو؟
AREU د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر چتر لاندې د یوه غیرانتفاعي سوداګریزه ټولنې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شو، چې د افغانستان د نوې او بدلیدونکي انرژۍ له برخهوالو څخه د شته سرچینو او تولید په برخه کې استازیتوب کوي او په هیواد کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ څخه ګټه اخیستنې ته پراختیا ورکوي.

موږ څه کوو؟
AREU د خپل غړو کمپنیو سره مرسته کوي ترڅو د برېښنا په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سکټور له لاري د مرستې په زیاتولو په سوداګریزه او چاپیریالیزه توګه دوامداره سوداګرۍ رامنځته کړي. یاده ټولنه هڅه کوي ترڅو د نوې او کیدونکیو او عضوي موادو د ضایعاتو بیا کارولو لپاره د مناسبې نوې او بدلیدونکي انرژۍ قانوني جوړښت ترلاسه کړي ترڅو په یاده برخه کې د انرژۍ د مخ په زیاتیدونکې غوښتنو لپاره په لوړه کچه مرسته او همکارۍ وړاندې کړې.

د AREU موخې:

د مناسبو ټکنالوژیو رامنځته کولو په برخه کې څیړنه او د اسانتیاو او تخصص رامنځته کول

په افغانستان کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ د صنعت د پراختیا په موخه د شته غړو په ښکیلتیا کې مرسته کول

د نوې او بدلیدونکي انرژۍ په برخه کې د موادو، وسایلو او کاریالانو جوړول

د پالیسیو ځانګړتیا او د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو طرح جوړول

د څیړنې او پراختیا له لارې په هیواد کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ ټکنالوژۍ ته وده ورکول

د نوې او بدلیدونکي انرژۍ په اړه د مالوماتو او پوهې خپرولو په برخه کې غوره ټولنه او د ارتباطي اژانس اوسیدل

د ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو په لاره اچول

په یاده برخه کې د ملي او نړیوالو اړیکو رامنځته کول

په سیمه کې حکومت او اړوندو صنعتونو ته مشوره او مرسته وړاندې کول

لیدلوری

په افغانستان کې د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سوداګریو ته وده او پیاوړتیا ورکول

ماموریت

د اوسنیو نوې او بدلیدونکي انرژیو د سوداګریو پایښت او ودې ته پیاوړتیا ورکول

ټولنې ته د مناسبې بودیجې تأمینول ترڅو په فعاله توګه له غړو سره کار وکړي او ملاتړ يې وکړي

د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سکټور لپاره د ریښتنیو موخو او پالیسیو په پیژندلو کې له حکومت سره مرسته کول او ملاتړ يې کول

د نوې او بدلیدونکي انرژۍ سکټور کې پانګونې ته هڅونه او په دې برخه کې د دندو رامنځته کول

مدیره هیئت

د AREU کړنې د ځانګړي هیئت لخوا چې د یوه مشر له خواه رهبري کیړي، پرمخ وړل کیږي. د AREU مدیره هیئت ۷ غړي لري چې د AREU د غړو لخوا په عمومي غونډه کې ټاکل کیږي. مدیره هیئت له عمومي غونډې/د AREU له غړو څخه د دوۍ له ټاکنې څخه وروسته د ۲ کلونو لپاره استازیتوب کوي. AREU د مدیره هیئت یوازې هغه داخلي غړي لري چې د AREU له دایمي غړو څخه وي.

د افتخاري هیئت غړي

دAREU د افتخاري هیئت ۵ غړي لري چې یادې ټولنې ته تخنیکي مشورې ورکوي. د افتخاري هیئت غړي له AREU ټولنې څخه بهر او په خپلو برخو کې تخصص لري.

اجرایوي او مدیریتي ټیم

د یو بشپړ وخت (Full Time) اجرایوي ټیم عملیاتي، پالیسۍ او مخابراتي ستونزې اداره کوي چې زموږ په مرکزي دفتر کې چې په کابل کې دی، شتون لري. اجرایوی او اداري ټیمونه د یوه عمومي مدیر یا اجرایوي رئیس له لورې رهبري کیږي چې هغه بیا د AREU مدیره هیئت ته راپور ورکوي.

تخنیکي کاري ډلې

د رسنیو اړیکې

لابي کول

ظرفیت جوړونه

د مالي مرستو راټولول او له تمویلوونکو سره اړیکې

نړیوالې او سیمهییزې اړیکې

خپرول او ژباړه

حقوقي مشاوره

د صنعایو او داخلي محصولاتو د ودې کمیټه